ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان په لسګونو زره لمونځ ګوزارو پرون د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته د اسلام اباد پشمول په مختلفو ښارونو کې د یمن له مظلوم ولس سره د پيوستون او دغه راز د دغه بې وځله هیواد په ضد د جنګ په خلاف ستر لاریونونه وکړل او داسلامی امت د یووالي او د یمن د جنګ په ضد ئې سخت شعارونه ورکړل .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د پاکستان د مذهبی او مدني ټولنو په تیره بیا دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ او امامیه سټوډینټس آرګنایزیش په زرګونو فعالانو د هیواد په مختلفو ښارونو کې دجمعې لمانځه له اداکولو وروسته په یمن کې د وحشي ډوله حملو او ددغه هیواد دبې دفاع خلکو د وژلو په ضد غونډې او لاریونونه وکړل او د یمن د غمیزې او همداراز د کشمیر پشمول د نړۍ په مختلفو سیمو کې د مسلمانانو دټولنو په ضد دتاؤتریخوالو په وړاندې ئې د لویدیځي واکوالانو په تیره بیا د سیمې د هیوادونو د حکمرانانو په چپتیا نیوکې وکړې او دغه راز ئې د مسلمانانو ترمینځ د اړۍ ګړۍ د مخنیوي او داسلامی انسجام د له مینځه وړلولپاره ئې د لویدیځ د بې شرمه دسیسې په ضد داسلامی نړۍ او په تیره بیا د مسلمانانو د بانفوذه واکوالانو دغبرګون غوښتنه وکړه . وئيل کیږي ، دغه سترې مظاهرې ، په کراچۍ ، لاهور ،حیدرآباد ،سکهر ، فیصل آباد ،سرګودها ، لاهور پنډۍ ،اسلام اباد او دغه راز نورو په لسګونو ښارونو کې ترسره شوې .