ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده نن په یو پیغام کښې د افغانستان له مسئولانو او والیانو وغوښتل چې له هیواده د خلکو د وتنې د مخنیوي لپاره دې له هغوي سره نیغ په نیغه ملاقاتونه وکړي او د هغوي د ستونزو د حلولو په لړ کښې ورسره مرسته وکړي.
د طالبانو مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیڅوک د خلکو د ویرولو حق نه لري، په یو حکم کښې د افغانستان له اوسنیو چارواکو وغوښتل چې د سوداګرو په کار کښې دې خنډونه نه جوړوي .
هیبت الله اخوندزاده څرګنده کړه: لویدیځو هیوادونو ته د افغان متخصصانو په کډه کیدو سره هغوي پر ځاې د دې چې له قابلیتونو او وړتیاؤ څخه یې د افغانستان د هوساینې او پرمختګ لپاره ګټه پوته شي، هلته په عام کارونو اخته کیږي،چې ډيره خواشینونکي خبره ده او باید دغه متخصصان او کارجوړي کسان دې خپل هیواد پخپله ورغوي او خپل کور دې آباد کړي .