ایکناخبری آژانس له کشمیره رابور راکړ ، غلام محمد بټ په ۱۹۶۶کال کې زیږیدلی چې د خپلو شعرونو او استقامت په دلیل وروسته وروسته د مدهوش لیوني په مستعار نامې سره مشهور شوی او د کشمیر سیمې یو وتلی شاعر دی . هغه د شعرونو وئيل دخپل مور پلار له مړینې وروسته پیل کړل او ډير زر ئې طبیعي ، معنوي او سیاسی مضمونونو ته مخه کړه . هغه په تیره بیا دهغو مرثیّو او غزلو د وئیلو په خاطر چې په کشمیر کې د هندي حکومت او پوځ د مخالفانو د جنازې د دستورو لپاره وئيلي دي ،ډیر مشهور دی .
د ۲۰۱۸کال د مارچ په پنځلسمه نیټه ، د استقامت دغه مدهوش لیوني شاعر خپل کور او د خپل درست عمر وئیل شوي شعرونه چې په کابو اتو سوه پاڼو لیکل شوي وو ،د هندي عسکرو او کشمیري مبارزانو ترمینځ په نښتو کې په اور کې سوځیدلي ولیدل . دهغه دغه کور دهغه پلار په ۱۹۶۷ کال کې جوړ کړی ؤ ، خو دهندي ظالمو پوځیانو سره د کشمیري مبارزانو ترمینځ په یوې نښتې کې د هندي پوځیانو په لاس وسوځول شو .
وئيل کیږي ،د مدهوش سوځيدلي شعرونه که چاپ شوي وائ نو شپږ ټوکه به وو ،خو ددغو شعرونو یوازې په پنځو کې یوه برخه شعرونه چې لیکل شوي پاڼې ئې د نزدې دوستو شاعرانو سره وو، دارزونې وړ دي .
غلام محمد بټ دخپل کور ،شعرونو او کتابتون له لاسه ورکول د خپل جنت له لاسه ورکول ګڼي چې دهغه پر روح او ژوند باندې ستر ټپونه رامینځةکړي دي . په عین حال کې هغه توانیدلی دی ، دځاي خلکو او دوستانو په مرستې سره د ځان لپاره یو واړوکی نوی کور جوړ کړي .
https://iqna.ir/fa/news/4019288