ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام عبدالقدیر جیلاني ویلي، چې دوی له طالبانو سره رغونکی تعامل کوي، خو تراوسه یې د دوی د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو په اړه پریکړه نه ده کړې.
له افغانستان سره بشري مرستې، د ښځو لاسنیوی او د دوی په ګډون نورو افغان محصلانو ته د تعلیمي بورسونو ورکول د اندونیزیایي سفارت د پرانیستل کیدو موخې ګڼل شوي.
اندونیزیا په ورته وخت کې بیا ټینګار کړی، چې طالبان دې یو ټول شموله حکومت رامنځته، د ښځو حقونه تامین او له ترهګرۍ سره مبارزه تضمین کړي.
دغه هېواد یاد شوي موارد د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره عمده شرطونه ګڼلي دي.
د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرسته او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې به د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ځانګړې غونډه کې زر اعلان کړي.