ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د پاکستان دینی عالمانو ، دپنجاب صوبائي پارلیمان ددغه پلان د تصویبولو قدرونه کړې او په یوې ګډې اعلامیې کې ئې ټينګار کړی ،د قرآن کریم د تعلیماتو او د پیغمبراکرم (ص) دسیرت دتبلیغ او دودولو لپاره او همداراز د پاکستان د آئيډیالوجۍ د ساتنې لپاره د پریکړه لیکونو تصویبولوبه اړه د پنجاب دصوبائي پارلیمان دمشر چوهدري پرویز الهي په مشرۍ ددغه صوبائی جرګې اقدامات بې مخینې او د ستایلو وړدي .
ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ،دغه شان اقدامات ،له هر نظره ،د راتلونکو نسلونو لپاره تاریخي او آئيډئيل دي او دا قانون باید سملاسي اجرا شي .
د پاکستان په پنجاب صوبې کې قرآني تعلیمات ډير مهم ځائيګی لري او په همداوروستیو کې د مدني قاضیانو د حوزې له شلو قاضیانو او دهغو له نمایندګانو جوړ و ټیمونو په دغې صوبې کې په تیره بیا په پينډۍ ښار کې د څه د پاسه یوزر پنځه سوه حکومتي او خصوصي سکولونو کتنه کړې او په دغو ښونځیو کې ئې د قرآن کریم تدریس ارزونه کړې ده .