ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وايي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو بنسټ د حقاني چینلیو شمېر کسانو ايښی او دا شبکه له داعش ډلې سره ژورې اړيکې لري.
نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې د داعش لومړی بنسټ د جلال الدين حقاني یوه خوریۀ ايښی دی.
د عاصي په وينا، د حقاني شبکې او داعش ډلې په تېروخت کې د مختلفو بریدونو د ګد سمبالښت سابقه لري او په دې اړه د افغانستان جمهوري نظام او نړیوالو مستند اسناد هم لرل.
تميم عاصي خبرداری ورکړ، چې که په زر فرصت کې د طالبانو او د افغانستان د نورو سياسي جهتونو تر منځ د ګډ نظام په اړه هوکړه ونه شي، د زياتيدونکي فقر د فشار له کبله وېره شته چې په راتلونکي پسرلي کې به د طالبانو، داعش او طالب ضدو مقاومت ډلو تر منځ خونړۍ جګړې تر سره شي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوی داعش ډله فتنه ګره ګڼي او ټينګار کوي، چې په افغانستان کې به د فعاليت او سر جیګولو اجازه ورنه کړي.
له دې سره، نړيوال او افغان شنونکي ټول اندیښمن دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې مخ په زياتيدونکی حضور به دغه هېواد خطرناک حالت ته بوځي، چې هم افغانانو او هم نړیوالو ته به لوی سرخوږی وي.