ایکناخبری آژانس د Global Finance له قوله راپور راکړ ،دغې خپرونې د هر کال د قواعدو په اساس ، اسلامی مالی بانکونو او موسیسو وضعیّت ارزولی او د کویت مالی کوټه ( (KFH ئې په ۲۰۲۱کال کې د نړۍ تر ټولو ښه اسلامی مالی موسیسه ټاکلې ده .
د ګلوبل فاینانس په لیکنې ، د کویت مالی کوټه په مینځني ختیځ ، ترکیې ، آسیا او اروپا کې د پام وړ بازارونه لري او دپانګې او مالی خدماتو له نظره په ډير ښه ځائیګي کې دی .
ګلوبل فاینانس د خپل راپور په دوام کې په اسلامی بانکدارۍ کې د یوځاي کیدا بهیر ته اشاره کړې او لیکلي ئې دي ، په همداوروستیو کې ، په عربستان کې دیره تجارتي ملی بانکد سامبا مالی ډلې Samba Financial Group) )سره یو ځاي شوی څو په څه دپاسه دوه سوه دیرش میلیارډ ډالري ارزښت او شتمنۍ سره د سعودي عربستان تر ټولو ستر بانک رامینځةکړي . دغه یو ځاي شوي موسیسه ، د سعودي ملی بانک ((Saudi National Bank)،) په نامې باندې په بدلیدا سره ئې د ۲۰۲۱کال په اپریل کې خپل کار پیل کړی دی . په همدې ترتیب سره ، انډونیشیا هم په همداوروستیو کې د درو حکومتي بانکونکونه داسلامی بانکدارۍ برخو یو ځاي کیدا نهائي کړې او په یو سل یو اویا میلیارډالري شتمنۍ سره ئې ددغه هیواد د اسلامی شریعت په اساس تر ټولو ستر بانک رامینځة کړ . البته د قطر اسلامی بانک هم د ترټولو ښه اسلامی بانک په توګه وټاکل شو .