ایکناخبری آژانس له عراقه راپور راکړ،دامام حسین علیه السلام دمقدس آستان د قرآن د تبلیغ نړیوال مرکز په انډونیشیا کې دخپلې څانګې د مسئولانو له لارې د انډونیشیا په پلازمینې جکارته کې د کابودوه نیم سوه انجونو اوهلکانو زده کونکو په شتون سره دقرآن زده کړې مختلفې دورې بیرته پيل کړي دي .
د امام حسین د مقدس آستان د قرآن دتبیلیغ مرکز د نړیوالې برخې مسئول محمد باقر المنصوري ووئيل ، د کرونائي بحران د پراختیا په دلیل د مرکز په یو شمیر څانګو کې د حضوري فعالیتونو له غوڅيدا وروسته اوس په جکارته کې حضوري قرآني فعالیتونه بیرته پیل شوي دي .
هغه ټینګار کړی، له نسبي ثبات وروسته چې د ښاریزو روغتیائي او بدني دفاعي وضعيّت کې رامینځةشوی دی ، د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره ددغه مرکز دزده کړې په پړاؤنو کې د قرآڼ زده کونکو انجونو او هلکانو د د شتون امکان برابر شوی دی .
المنصوري دغه راز ووئیل ، دانډونیشیا د څانګې مسئ،لانو په څو برخو کې د قرآني زده کړې د څو پړاؤنو ټولګه افتتاح کړې ده چې په هغو کې تر ټولو مهمه دقرآن کریم د حفظ په پړاؤنو سره چې په اونۍ کې دوه ورځې ترسره کیږي ، او همداراز د قرآن د تلاؤت ، سمې لوستنې زده کړې او د تفسیر برخې ته اشاره کیدلی شي او په حضوري او مجازي پړاؤنو کې د ګډون کونکو انجونو او هلکانو شمیر ددوه سوه پنځوسو تنو ته رسیږي.