IQNA

د پاکستان په لاهور کې د اسلامی هنر په نندارتون کې دخوشخطۍ ورکشاپ ترسره شو

16:57 - November 23, 2021
د خبر لمبر: 3485012
تهران(ایکنا)  -  د پاکستان  په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري  خونې  او دپآکستان د خوشنویسانو د ټولنې په ګډې ملګرتیا سره  د اسلامی هنرونو د نړیوال نندارتون په څنډې کې  د پاکستانیو محصیلینو او  نورو لیوالو  په شتون سره  دخوشخطۍ  ورکشاپ ترسره شو . 

 ایکنا خبری آژانس  له لاهوره راپور راکړ، په دغه ورکشاپ کې  چې  د لاهور په الحمراء هنري کلتوري کمپلیکس کې  دایران ،پاکستان او ترکیې  درو هیوادونو  په ګډ پنځه ورځني  نندارتون کې جوړ شوی ، ، په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې سرکنسول جعفر روناس ، د پاکستان د خوشنویسانو دټولنې عمومي منشي  عرفان قریشي  ،  پاکستان تکړه او مشهورې  هنرمندې میرمن عایشه شهنواز  او ددغه هیواد  علم او فت د ایوان مشر ډګروال مسعود مظهر  پکې شتون درلود.

 په لاهور :ې د ایران د کلتوري خونې داعلامیې په اساس ،  په دغه ورکشاپ کې  له ایرانه کاظم خراساني ، له ترکیې افضال الدین ،  د پاکستان  خالد محمود صریقي  او اصغر علی په حضوري او ویډیوئی لینک سره ، د نستعلیق خط پشمول دخوشخطۍ  مختلف سټایونه  محصیلینو  او د خوشخطۍ  له هنر سره مینه والو ته ورزده کړل

 د اسلامی هنرونو نندارتون د لړم د میاشتې له اوه ویشتمې نیټې  په الحمره سنټر کې  پيل شوی او تر نن وروستیو پورې دوام لري .

 

https://iqna.ir/fa/news/4015499/کارگاه-

captcha