ایکناخبری آژانس راپورراکړ، مناسب پوښښ او حجاب ته د مسلمانو میرمنواړتیا لامل شوي چې ځيني پلانونکي او طراحان ، د ټولنیزو او سپورټي فعالیتونو کې داستفادې لپاره داسې یونیفورم او قالي پلان کړي چې پر پوښښ سربیره ، استفاده کونکو ته د عمل آزادي هم ورپه برخه کوي سترمنه او حجاب لرونکي میرمن انتهاج محمد یوه هغه پلانونکي او طراحه ده چې محدودیّت ئې په یوه فرصت بدل کړی دی .
د مسلمانو میرمنو لپاره دحجاب اوسکارف درلودل او پوښښ ، یوه دینی فریضه او ضرورت دی او باید داسې لباس او قالي ولري ، چې د دوي بدن په بشپړډول پټ کړي .
مسلمانې میرمنې په دغو دستوراتو باندې په عمل سره کولی شي ،په ټولنیزو فعالیتونو کې شتون ولري . په همدې دلیل په مسلمانو هیوادونو او ټولنو کې ملی دودونو ته په پام سره د سترمنو میرمنو لپاره قالی اولباس پلانیږي .
البته په دې مینځو میان کې مسلمانې میرمنې چې په غیر اسلامی ټولنو کې ژوند کوي ،، د مناسب لباس دبرابرولو لپاره له مشکل سره مخ دي . دغه میرمنې له سپورټي اوټولنیزو فعالیتونو څخه څنګةکیدا ته مجبوریږي ، یا دا چې غیر اسلامی پوښښ څخه استفاده ټاکي .چ
په عین حال کې مناسب پوښښ ته د مسلمانو میرمنو اړتیا لامل شوې ده ، چې ځيني مسلمان او غیر مسلمان پلانونکي ددغوکسانو لپاره په سپورټ او ټولنیزو فعالیتونو کې د استفادې لپاره ځيني یونیفورمونه اوقالي پلان کړي ، چې پر پوښښ ساتلو سربیره ، استفاده کونکو ته دعمل آزادي هم ورپه برخه کوي ، په دوي کې یوه میرمن ابتهاج محمد ده چې د سپورټس په مختلفو ډګرونو کې دهغه فعالیتونو او د لباس او یونیفورم پلانونې هغه ، دامریکا په مسلمانانو کې مشهوره کړې ده .
میرمن ابتهاج محمد یوه تاریخ جوړونکي شمشیربازه هم ده . دئ د امریکا په منهټن سره په څلویښت کلومیټرۍ شاوخوا کې دنیوجرسي په میل ووډ کې د ۱۹۸۵کال ددسمبر په څلورمه نیټه زیږیدلې او لویه شوې ده .دهغې مور پلار هم په متتحده ایالاتو کې زیږیدلي او مسلمان شوي دي . دهغې پلار یوجین محمد د پولیسوریټایرډ شوی افسر دی او مور ئې هم د استثنائي ښونځي دماشومانو د ښونې اوروزنې معلمه وه او دی یعني ابتهاج محمد په پنځو خویندو وروڼو کې دریم آولاد دی .