IQNA

د ایکنا سره په مرکه کې  اربعین نړیواله جایزه ترلاسه کوونکې نقل کړه؛

له پاکستان نه تر کربلا د عشق سفر نامه / د کمیل د دعا نه هېرېدونکې لذت

21:50 - October 08, 2019
د خبر لمبر: 3482435
نړیواله ډله: د پاکستان د کویټه ښار شیعه چې د نړۍ د نورو شیعیانو په شان حضرت امام حسین علیه السلام سره یو خاص ارادت لري او تراوسه درې ځل د اربعین پیاده مزل یی کړې، د امام حسین علیه السلام د ملګرو په غونډه کې یا د عشق په دغه سفر معنوي کې نه هیرېدونکې یادونه او خاطرات لري.
د ایکنا د راپور له مخې، د پاکستان هیواد نه محمد حسین حسیني دې کال د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان چې د اربعین نړیواله بنځمه جایزه پيل کوونکې وو چې هغه د سفر نامه په برخه کې رتبه ګټونکې شو. تراوسه درې ځل یی د اربعین پياده مزل کړي او کربلا ته یی لومړي مزل نه هېرېدونکي سفر وو چې هغې سره یو سفر هم سم نه دي.
د کویټه ښار دغه پاکستاني چې د ایکنا د اردو ژبي خبریال هم دې، د اربعین د پیاده تللو سفر نامه د «نه هېرېدونکې د عشق سفر» په نوم لیکلې. د هغه هم دغه لیک د اربعین نړیواله پنځه جایزه ترلاسه کړه. په دې ورځو کې مو له هغه سره مرکه وکړه چې د امام حسین علیه السلام ډېر عاشقان د اربعین دغه پیاده سفر باندې روان دې.
تراوسه څو ځل په اربعین کې د امام حسین علیه السلام زیارت ته تلې یی؟
ما تراوسه درې ځل د اربعین په دغه پیاده تګ کې ګډون کړې او د امام حسین علیه السلام حرم زیارت می کړې، لومړي ځل مې د اربعین نړیواله جایزه کې ګډون وکړو او عراق ته د لومړي سفر یادونې می ولیکلې چې د نړیواله اربعین جایزې لپاره خوښ شو او پنځم مقام یی ترلاسه کړو.
دې کال به هم د اربعین پیاده تګ لپاره ځي؟
هو دې کال هم اراده لرم چې د اربعین پیاده تګ کښې ګډون وکړم او د اربعین ویزا اخیستلو لپاره هڅه کوم هیله لرم چې دې کال هم په دغه نړیواله یون کې ګډون وکړم.
د اربعین نړیواله جایزه په اړه ستاسو نظر څه دي؟
د اربعین نړیواله جایزه د اربعین په نړیواله کچه معرفي کولو لپاره یو ښه شورو ده او زما په خیال چې هر څومره په پراخه توګه ترسره شې او بېلابېل برخې ولرې نو نور زیات تاثیر به ولري.
په دغه سفر نامه کې چې د نړیواله پنځمې جایزه کښې غوره شو، څه ته مو اشاره کړې؟
درې څيزونه مې په دغه سفرنامه کښې منعکس کړې، یو د ملګرو سره د اربعین پیاده تګ چې یو خاص حال یی لرلو چې د ویلو وړ نه لرې، دویم دا چې د عراق په پوله د جمعه په شپه هلته ورسېدو او د کمیل دعا می هلته ولوسته او د دغه دعا لذت دومره زیات وو چې زما په خیال په ژوند کې می داسې دعا نه وه لوستلې او دغه رنګه ماحول می نه وو لیدلې.
درېم دا چې د عراقیانو د مېلمستیا او د هغې ښکلې اخلاق چې مونږ یی حیران کړې وو چې د عراق ښاریز څومره د امام حسین علیه السلام زائرانو سره مینه لري او خدمت یی کوې او دا هرڅه ما لپاره ډېر خوندور وو. دا هر څه ما په دغه سفر نامه کښې منعکس کړې.

http://iqna.ir/fa/news/3847502

captcha