ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیلود اسرائيلي رژيم په پوځي مرکزونو او تاسیساتو توغندوي او ډرونز حمله دتیریګرو د رټلو اوسزا کولو په موخې سره په بریالیتوب سره ترسره شوې ده او د ایران دملی ګټو په ضد هرډول اقدام ته به د مخکې په نسبت له دردناک او پراخ ځواب ورکړل شي.
ایکنا - دعربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني همڅنګ سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل،د غزې وضعیّت د نړیوال حقوقي نظام د ناکامۍ ښودنه کوي او دا موضوع هیڅکله هم د منلو وړ نه ده.
ایکنا - د پاکستان دفاع وزیر ددې خبرې په منلو سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنیو دلیل د فلسطین له مظلوم ملته ددغه هیواد ملاتړ دی ، ټينګار وکړ، په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائيلي رژيم حمله ددوي پر مځکنۍ بشپړتیا تیری دی، نو ځکه ددغه تیري په ضد د تهران کوټلی اقدام یو دفاعي او مناسب ځواب ؤ.