زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان حکومت نن په یو رپورټ کښې وویل چې په دغه هیواد کښې د چاودونکو موادو په قربانیانو کښې کابو ۶۵ فیصده افغان ماشومان دي.
د کابل د سره صلیب روغتون مشر نجم الدین زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: هر کال له لسو نه تر دولسو زرو پورې معلول یا معذوره کسان دې روغتون ته راځي چې زیاتره په کښې جنګي معلولان دي.
د ملګرو ملتو د ماشونو صندوق یونیسف هم په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کښې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو ناامنه هیواد بللی و.
خبر زیاتوي چې په افغانستان کښې د ملکي تلفاتو له دریو نه یوه برخه، ماشومان دي.
د ترهګرو ډلو د ختمولو او د امنیت ټینګولو په پلمه په افغانستان باندې د امریکې د پوځي یرغل کابو اتلس کاله وشول خو د وروستیو احصائیو له مخې، په دغه هیواد کښې نه یوازې هیڅ ډول امنیت او ثبات نه دی راغلی بلکې ناامني لازیاته شوې هم ده.http://parstoday.com