IQNA

قدس ته د پاراګوئه د سفارت د منتقلولو په محکوميت کښې د اسلامي تعاون د تنظيم بيانيه

14:37 - May 22, 2018
د خبر لمبر: 3481217
نړیواله ډله: د اسلامي تعاون تنظيم له تل ابيبه نيواکي قدس ته د خپل سفارت په وړولو کښې د پاراګوئه اقدام تحريکونکے او غېر قانوني وبلۀ.

د فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې د اسلامي تعاون د تنظيم مشر يوسف بن احمد العثيمين په يوې بيانيه کښې قدس شريف ته د پاراګوئه د سفارت انتقال د نړيوالو قوانينو او په دې زمينه کښې د ملګرو ملتو د ټولو مصوبو او پرېکړليکونو څرګنده خلاف ورزي وبلله او د ملګرو ملتو د امنيت له شورا يې وغوښتل چې په دې زمينه کښې دې په خپلو دندو عمل وکړي.

د اسلامي تعاون د ادارې عمومي سېکتر دې ته په اشارې سره دغه غېر قانوني اقدام هيڅ ډول د رواوالي حق نه پېدا کوي وويل، د دغه تنظيم سرمشرانو د ترکيې په استنبول کښې په خپله وروستۍ غونډه کښې فېصله وکړه چې د هغو هېوادونو په خلاف چې خپل سفارت قدس ته منتقلوي په سياسي او اقتصادي اقداماتو لاس پوري کړي.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ په يوې بيانيه کښې د پارګوئه اقدام له فلسطيني ولس سره واضحه دښمني وبلله او تاکيد يې وکړ چې دغه اقدام غېر قانوني دے او په دې اقدام سره يې د فلسطين د خلقو حقوق او نړيوالې معاهدې تر پښتو لاندې کړې دي.

امريکې د مۍ په څوارلسمه او ګوئټېمالا د مۍ په شپاړسمه نېټه خپلې خپلې سفارتخانې له تل ابيبه قدس شريف ته منتقلې کړې.

 

captcha