د ایکنا راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصري ځوانانو یوې ډلې د قرآن کریم په تلاوت کښې د ښکلې اواز لټولو هدف سره د فیس بک په ټولنیزه ویبپاڼه کښې د ښکلې تلاوت مقابله پيل کولو اقدام کړي.
دا رنګه مقابله لومړي ځل او په مصر کښې قرآنی استعداد کشف کولو لپاره د نورو پروګرامونو سره پیل کېږي.
د فیسبوک په ټولنیزه چینل کښې د دغه ویبپاڼې مشر د دې مقابلې پیل کولو په اړه وویل: دا مقابلې به په دوه برخو د مشرانو او د ماشومانو ترمنځه پيل کېږي، چې د نجلکیو مقابلې به د ۲ نه تر ۱۶ کلنه او د هلکانو به د هر کلنو ترمنځه پیل کېږي چې ۱۰ ښه تلاوت کوونکو ته به جایزې هم ډالي کېږي.
ګډون کوونکې تر زیارت ۳ اسفند پورې د نوم لیکلو فرصت لري چې خپل تلاوت را ولېږي او د ښه تلاوت کوونکو نومونه به د زیارت ۱۰ اسفند په ورځ اعلان کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3692137