IQNA

د مصر یوې زړه روښانې ماشومې له اړخه د ټول قرآن کریم حفظ

12:11 - February 17, 2018
د خبر لمبر: 3481061
نړیواله ډله: د مصر له اسوان ولایت نه د یوې زړه روښانې ماشومې اسراء محمد په ۵ کالو کښې ټول قرآن کریم حفظ کړې دې.
د مصر یوې زړه روښانې ماشومې له اړخه د ټول قرآن کریم حفظد ایکنا راپور له مخې، د Vetogate خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر اسوان ولایت لس کلنه ماشومه اسراء محمد دې وخت د ړندو «النور والامل» په مدرسه کښې د څلورم جماعت طلبه ده.
دهغې ماشومې د خپلې کورنۍ په مرسته له ډېرو ستونزو او د سترګو د برکت څخه محرومیت سره بیا هم په ۵ کالو کښې د خپلې ترور چې د قرآن کریم استاده ده ټول قرآن کریم حفظ کړو.
اسراء په دې اړه وایئ: د قرآن کریم روزانه تلاوت، سره د دې چې زما د حفظ تثبیت لپاره ضروري وو، زما ورسره مینه هم وه.
هغه له دې چې ټول قرآن کریم یی په کم عمر کښې حفظ کړې، د رضایت او سعادت احساس لرې، ځکه چې د قرآن کریم حفظ یوه لویه ګټه ده چې انسان یی په ټول ژوند کې ترلاسه کولې شې.
د مصر دا زړه روښانه ماشومه په ادامه کښې وایئ: خپل ارمان ترلاسه کولو لپاره مې خپلې ټولې هڅې کوم، یعنې د الازهر پوهنتون قرآن کریم قرائت مرکز ته ځم چې په راروان وخت کښې د الازهر د پوهاندو ښځو نه شمېر شم، یا دا چې د قرائت په علم کښې دوکتورا ترلاسه کړم.
اسراء محمد وایئ: د شیخ سعد غامدی تلاوت اورېدو سره مینه لرم او د قرائت په ساحه کښې نور کوم بزرګان چې شتون لرې یواځې د هغې اواز اورېدلو سره هغوي پېژندلې شم.
د اسراء په قرآن کریم کښې مرسته کوونکې او ترور ساره، هم د دې زړه روښانه حافظې په اړه وویل: اسراء تراوسه ډېرې جایزې ترلاسه کړي او بیا بیا له هغې لمانځنه شوي او دې ته توجه سره چې ټول قرآن کریم حافظه ده، په ځنې دینی مقابلو کښې یی ګډون هم کړې چې اخیرني له هغو نه د تېر کال رمضان میاشتې راډیو مقابله وه چې د ځنې دینی عالمانو په څارنه کښې پیل شوې وه.
هغې په اخیره کښې دې ته اشارې سره چې اسراء اوس هم د خپلې کورنۍ او مور سره په اسوان کې ژوند کوي وویل: د اسراء کورنې د اقصر ولایت اوسېدونکې ده، خو ولی د اسراء د خاص شرایطو له کبله هغه یی د اسوان النور والامل ړندو مدرسه کښې اچولې ده او د اسراء کورنۍ هڅه کوي چې د هغې لپاره مناسبه چاپیریال برابر کړئ چې هغه خپل اهداف ترلاسه کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3692010
captcha