د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د atimes خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په کال ۲۰۱۴ کې یو شمېر اندونیزیایی ماهیګیر یایلان ښار ته راغلل چې یو ځای د جومات جوړولو لپاره پیدا کړي.
هغوي د دغه ښار په نانان سیمې کې یو لرغونې ځای اخیستلو سره دغلته د جومات جوړولو کار شورو کړو.
۱۳۰۰ اندونیزیایی ماهیګیرو د یایلان په ښارA کې د نانفانګائو بندر باندې کار کوي چې اکثریت یی مسلمانان دي.
د دغه ماهیګیرو نه آریا نومې کس وویل: په مسلمانانو واجبه ده چې هره ورځ پنځه وخته لمونځ وکړي او کله چې مونږ ماهیګیر په سمندر کې نه وو نو خوښه وو چې په جومات کې لمونځ وکړو.
همدارنګه جومات د ماهیګیرو لپاره د را غونډېدو او له یو بل سره اړیکې ساتلو ځای هم دي، د دې جومات د نظافت کار هر کس په خوښه ترسره کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3671974